خټک: دتفکر دپاره خوراک
جمعه خان صوفي جمعه خان صوفي

 

سيكانو چې پنجا ب سره د مو جوده خيبر پښتونخوا سيمه د درانيانو نه ونيوله،نو د هغوئ حاكميت ډير سست پست و. دهغوى دلچسپي فقط ماليې سره وه چې اكثر به يې په زور ټولوله.هغوى د خلكو ژوند او اداره كولو سره غم غرض نه لرلو. او قبايلي سيمې يې آزادې پريښودلې وې. ۱۸۴۹ كې چې انګريزانو د ايډوارډز او نيكلسن د رهبر ى لاندې پنجا ب چې دغه سيمې يې برخه وې د سيكانو نه را لاندې كړو نو حالات بدل شول. هغوۍ د يو متمدن استعماري قوت په حيث خپل حاكميت ګوټ ګوټ ته رسولو او قبا يلي ځان ځانۍ سره عادت خلكو ورسره نه منله.دغه دوران كې ډيرې شخړې او جكړې پيښيدې چې آخر كې په اپيلونو، تعهداتو، پرو تو كولونو، تړونونو او معاهداتو باندې پاي ته رسيدې.۱۸۵۲نه واخلې ۱۹۳۰پورې دخيبر پښتونخوااو جنوبي پښتونخوادبيلا بيلوقبيلو څانګو، كليو، ملكانانو او اشخاصو سره سر ته رسيدلو ددغه تړونونو او تعهدو داتو تفصيل په لاندې ډول دى:

1. هزاره ضلع اوسنۍ هزاره ډويژ ن (هري پور، مانسهره، ايبټ آباد، كو هستان،تور غر اضلاع) كې ديارلس تړونونه.. د تړون طرف مهم قومونه: يوسفزي، سواتيان او تنولي ان (دلته سواتيان او تنوليان په خټه پښتانه نه دي).

2. دير، سوات او چترال ايجنسي (ملاكنډ ايجنسي) يعنې دير، سوات، چترال، بو نير، با جوړ او كو هستان كې ميشته يوسفزيو، كو هستانيانو، تر كلا نيانو، اتمانخيلو، چتراليانو او نورو سره يويشت تړونونه.

3. پيښور ضلع يعنې پيښور اومردان ډويژن چې مو جوده پيښور، چارسده، نوښار، مردان او صوابۍ ضلعې يې برخه وې، كې يوسفزيو، اتمانخيلو، ګدنيو، مهمندو، صافيانو او آپريديو سره ټول ديارلس تړونونه.

4. خيبر ايجنسي كې آپريديو قومونو سره پنځلس تړونونه.

5. كوهاټ ضلع (اوسنى ډويژن) كې آپريديو، او ركزيو او بنګښو سره يو ديرش تړونونه.

6. كورم ايجنسي كې توريو، اوركزيو،زايموښت او څمكنيو سره يوو لس تړونونه.

7. بنو ضلع (اوسنى ډويژن) كې وزيرو او بيټنيو سره پنځه تړنونه.

8. شمالي وزيرستان كې وزيرو او دوړو سره ديارلس تړونونه.

9. جنوبي وزيرستان كې وزيرو كې مسيدو، وزيرو او غلجيو سره دويشت تړونونه.

10. ډيره اسماعيل خان ضلع (اوسنى ډويژن) كې بيټنيو، غلجيو او شيرانيانو سره نهه تړونونه.

دغه تفصيل ﻻندې ذکر شوي د معاهداتو د کتاب نه اغستل شوى دى.

Treaties, Engagements and Sanads

Relating to

The North West Frontier Province

Entered into between the Government of British India

And

The Neighbouring States and Territories

Compiled by

Mr. C.W. Aithchison, B.C.S.,

Under Secretary to the Government of India

In Foreign Department

Upto 1930

مائيکل بارتارپ وايي چې د وزيرو نه شرق خواته تر اټکه پورې خټک دي چې د نورو قبايلو په نسبت ايمانداره دي او هر کله چې ليوي او عسکرۍ کې برتي شويدي نو په خوشالۍ او وفادارۍ سره يې خدمات سر انجام کړيدي.

"Eastwards of the Wazirs and reaching towards Attock are Khattaks, the tribe of greater probity than others and who in the British era gave loyal and cheerful service when enlisted as soldiers and levies."

) Barthorp, Michael, Afghan Wars and the North-West Frontier, 1839-1947, Cassell and Co, 2002 (Third Edition), p.12(

انګريز سره وخت په وخت پښتني او نورو همجواره قبايلو جنکونه او شورشونه کړي دي چې د هغو خلا ف بيا پيرنګي نظامي عمليات کړي دي چې تفصيل يې په ﻻندې کتاب کې شته. جالبه داده چې خټک تل وفادار پاتي شوي دي او ځاى په ځاى يې انګريزي ليکوالونو ډير توصيف کړى دى. ارواښاد دوست محمد کامل خپل ځوى ته ويلي وو او هغه بيا دغه قيصه هميش خليل ته کړى وه چې د خټکو تومنه پښتني نه ده. خو دا خبره فقط ما د تفکر دپاره د خوړنې په حيث وړاندې کړه چې بايد عالمان يې وڅيړي. زه هم خټک د نورو قبيلو په نسبت زيات هوښيار او پراګماتيک کڼم.

Campaigns on the North-West Frontier, Captain H. L. Neville, D.S.O. (pub 1912)

تا رېخ

قبا ېل

۱۸۴۹

باېزي

۱۸۵۰

کو هاټ کو تل (آپر ېدي)

۱۸۵۱

مهمند

۱۸۵۲

راڼيز ي(يوسفزي)

۱۸۵۲

اتما ن خيل

۱۸۵۲

وزير

۱۸۵۲

د تور عزه قبا ېل (اکوزي ، مده خېل ، حسن زي يعنې يوسفزي)

۱۸۵۳

هندوستاني مجاهدين

۱۸۵۳

شير انيا ن

۱۸۵۳

آد م خيل او جوکي (آپريدي)

۱۸۵۴

مهمند

۱۸۵۴

آ پر يدي

۱۸۵۵

او رکزي

۱۸۵۵

ميران زي

۱۸۵۶

کورمه

۱۸۵۷

بزدار(بلوڅ)

۱۸۵۷

هندوستا ني مجا هد ين

۱۸۵۹

وزير

۱۸۶۰

مسيت

۱۸۶۳

امبيلا(يوسفزي)

۱۸۶۳

مهمند

۱۸۶۸

تور غره قبايل (يوسفزي)

۱۸۶۸

بېزوټي (اورکزي)

۱۸۷۲

ټو چي (وزير او دوړ)

۱۸۷۷

جو کي

۱۸۷۸

اتنمان خيل

۱۸۷۸

زخه خيل (آپريدي)

۱۸۷۸

مهمند

۱۸۷۸

زا يمو ښت

۱۸۷۹

زخه خيل

۱۸۸۰

مري (بلوڅ)

۱۸۸۱

مسيت

۱۸۸۳

شيرا ڼيان

۱۸۸۸

تور غره قبا يل(يوسفزي)

۱۸۹۰

ژوب ناوه (خدر زی شيرا ڼيان)

۱۸۹۱

تو ر غر قبايل (يوسفزي)

۱۸۹۱

مير انزي(يوسفزي)

۱۸۹۱

هنزه او نګر

۱۸۹۴

مسيت

۱۸۹۵

چترال

۱۸۹۷

ټو چي

۱۸۹۷

ملاکنډ(يوسفزي)

۱۸۹۷

مهمند

۱۸۹۷

اورکزي

۱۸۹۷

آپريدي

۱۹۰۰

مسيت

۱۹۰۸

زخه خيل

۱۹۰۸

مهمند

۱۹۱۵

مهمند

۱۹۱۷

مسيت

۱۹۱۹-۱۹۲۰

وزيرستان

۱۹۲۳

مسيت

۱۹۲۷

مهمند

۱۹۳۰-۱۹۳۱

آپريدي

۱۹۳۳

مهمند

۱۹۳۵

مهمند

۱۹۳۶-۳۷

وزيرستان

۱۹۳۷-۱۹۳۹

وزيرستان


December 6th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
علمي و معلوماتي